د افراسیاب خټک د انګلیسي لیکنې ژباړه
د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل یوه میاشت وروسته لا هم د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د هوکړې پر لور ډېر کم پرمختګ تر سترګو کېږي.
د خبرو اترو دواړه لوري لا هم د خبرو اترو د بهیر د اصولو په اړه په تخنیکي مسایلو، د ناندره ییزو ټکو د هواري په چوکاټ او د خبرو د اجنډا په ترتیب بوخت دي. په ټوله کې، داسې معلومېږي د هغو بنسټیزو بې خونده حقیقتونو درک چې د افغانستان پر راتلونکي یې سیوری غوړېدلی دی، د یو لړ وهمونو او تېروتنو ښکار دی.
دا چې طالبان د دوحې هغه تړون، چې دوی ته سخاوتمندانه امتیازات ورکوي او د افغانستان دولت له څېلمې له پامه غورځوي، د مذاکراتو اساس ګڼي، حیرانوونکې خبره نه ده. په دې تړون کې نه له وسلوالو مخالفینو د خشونت یا ترهګرۍ د غندنې غوښتنه شوې او نه پکې د افغانستان د حکومت د په رسمیت پېژندلو غوښتنه شوې ده چې دا شرط په هر ځای کې د یوه دولتي او یوه نادولتي لوري ترمنځ د کېدونکي تړون یوه منطقي برخه وي. له بله اړخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي مرجع هغه چوکاټ دی چې د کابل د وروستۍ ټول شمولې لویې جرګې لخوا تصویب شوي، او د سولې د پروسې په اړه د امریکا او افغان دولت په ګډ بیان کې یې تأیید شوی دی.
د طالبانو لخوا له دایمي اوربند سره نه هوکړې او د خشونت کمولو هوکړې ته نه ژمنتیا موجوده اختلافات نور هم پېچلي کړي دي. تېره شپه د افغان سولې په برخه کې د واشنګټن استاځي زلمي خلیلزاد وړاندوینه وکړه چې طالبان به له کابل سره سیاسي هوکړې ته تر رسېدلو مخکې دایمي اوربند نه ومني. هغه پخوا هم دا خبره تکراروله چې د دوحې په تړون کې یواځې د خشونت د کمولو غوښتنه شوې ده. دلته د دې مهمې خبرې یادونه نه کېږي چې د خشونت زیاتېدونکې کچه، که بې مهاره پاتې شي، ښایي د سولې د پروسې بهير بشپړ منحرف کړي.
دې پس منظر ته په کتلو، اسلام آباد ته د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې میاشتې سفر هم ځانګړی اهمیت درلود، ځکه چې د طالبانو د واک او تصمیم نیونې حقیقت ته په کتلو، د قطر مذاکرات د اسلام آباد د مذاکراتو په پرتله جانبي او حاشیوي ښکارېږي. که څه هم طالبان د افغانستان د زیاتې برخې د کنترول ادعاء کوي خو د هغوی د رهبرۍ مرکزیت لا هم په پاکستان کې دی.
تر دې مهمه دا چې د پاکستان نظامي دولت، په بیا بیا انکار، او د تېروتنو د اصلاح په ادعاوو سربېره، د افغانستان لپاره خپله "ځانګړې کړنلاره" تعقیبوي. حقیقت دا دی چې د پاکستان په نظامي اسټبلشمنټ کې د طالبانو کنترولوونکې کړۍ به د دې ډېره علاقمنده وای چې بین الافغاني مذاکرات د قطر په ځای په اسلام آباد کې شوي وای. لکن ځینې ملکي کارپوهانو بالآخره د پوځ مشران په دې قانع کړای شول چې دغه کار ښایي د پاکستاني لخوا د "پاکستان جوړو/پاکستان ساخت" حللارو د تحميلولو تأثر ایجاد کړي.
دغه راز دغه کار ښایي د پاکستان د ملکي استخباراتو یا آی ایس ای لخوا په ۱۹۹۲ کې د مجاهدینو د ډلو د حکومت د رامنځته کولو د بد عاقبته هڅو یادونه تازه کړي وای.
پاکستان پر خپله خاوره د طالبانو د روزنځایونو له تور څخه له انکاره نیولې بیا د هغوی تر کوربه توبه، او بیا د سولې د مینځګړي تر رول ترلاسه کولو او له واشنګټن او کابل سره د سولې خبرو ته د هغوی تر چمتو کولو پورې ډېر اوږد او بریالی مزل کړی دی. همدا دلیل دی چې د افغانستان او متحده ایالتونو د سیاسي او نظامي مشرانو لخوا په کلونو کلونو په پاکستان کې د طالبانو د پټنځایونو د ختمولو په غوښتنې سربېره هم، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په تړون کې په پاکستان کې د طالبانو د پټنځایونو هیڅ ذکر نشته.
د طالبانو په اړه د امریکا د متحده ایالتونو په تګلاره کې د دویز نظر تغیر د پاکستان لپاره هم له زړې مرحلې څخه نوې ته د لېږد امکان برابر کړ. واشنګټن د سپتمبر د یوولسمې تر پېښې لږ وروسته، پر طالبانو د ترهګرو نوم کښېښود، هغوی یې د القاعده، چې د سپتمبر د یولسمې عملیات یې پلان کړي او عملي کړي و، ځري وګڼل او د طالبانو امارت یې ختم کړ. تر نیږدې دوو لسیزو جګړو وروسته د امریکا په دریځ کې ژور بدلون راغلی دی. په لنډه موده کې داسې برېښي چې د امریکا لخوا د طالبانو پخلاکول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنیزو ګټو لباره شوی وي. د ټرمپ اداره دې ته ضرورت لري چې د امریکا د تاریخ د تر ټولو اوږدې نومول شوې جګړې په پایته رسولو د بهرنۍ تګلارې په برخه کې د بریا امتیاز ترلاسه کړي.
البته په اوږده موده کې د طالبانو په اړه د امریکا نظر د چین خلاف د لویدیځ د سړې جګړې یوه برخه ګڼل کېږي چې په امریکا کې د دواړو ګوندونو ملاتړ لري. دا چې طالبان د امریکا ضد کړیو تر مخالفت او د پاکستان تر ضمانت وروسته ښایي د چین خلاف د نوې نړیوالې ټلوالې برخه وګڼل شي. اوس دا خبره بشپړه د درک وړ ده چې ولې واشنګټن د القاعده او ځینو نورو ګروپونو برخلاف، هیڅ وخت طالبان د امریکا خاورې ته ګواښ نه و ګڼلي. واشنګټن طالبانو ته د یوې سیمه ییزې ستونزې په سترګه کتلي دي چې ښایي چین، روس، ایران او هندوستان ته ستونزې را وټوکوي، او که دغسې وي نو امریکا ولې د نړۍ هغه سر ته د دې خوځښت په ځپلو او له منځه وړلو پسې لاړه شي؟
دې نوي حالت پاکستاني جنرالانو ته نوې زمینه برابره کړې ده چې په افغانستان کې خپل اغېز غښتلی کړي. په راولپنډۍ کې درنه پله لرونکي پنجابي جنرالان په دې فکر کې دي چې دوی په افغانستان کې یوه حل ته په رسېدلو کې په مرسته کولو خپلې ګټې خوندي کولای شي. د دوی لپاره د واشنګټن لخوا د افغانستان په دولتي سیسټم کې د طالبانو د ننه ایستلو لپاره فشار یو غنمیت فرصت ښکارېږي. دوی تمه لري چې په دې سره به د افغانستان د دولت او ټولنې دیني تشخص قوي شي – او داسې یوه سني دینواکي به رامنځته شي چې له ګاونډي شیعه ایران سره به ټکر ته چمتو وي. دا رنګه به د پاکستان د ۳۶ زره مدرسو یوه برخه (د نجونو د ځانګړيو مدرسو په شمول) افغانستان ته څانګې ور وغځوي او دا به په افغانستان کې طالبانایزېشن ته لاره هواره کړي.
پر طالبانو په نفوذ سربېره، د پاکستان نظامي اسټبلشمنټ د پخوانیو افغان مجاهدینو د مشرانو ترمنځ هم ژور زاړه ارتباطات لري. د طالبانو او پخوانیو مجاهدینو ځینو مشرانو په پاکستان کې په لویه کچه پانګونې کړي او دلته اقتصادي ګټې لري. که څه هم د پاکستان مقاماتو په وروستیو کې د عامو افغان کډوالو په مقابل کې خشنه رویه درلودلې ده، پاکستان ځینو افغان نخبه ګانو ته اجازه ورکړې چې په پاکستان کې په تجارتونو کې پانګونه وکړي او په دې هېواد کې ملکیتونه را نیسي. دا رنګه راکړې ورکړې به څرګنده ده چې د یوه "رضامندانه" اتحاد په رامنځته کولو کې ګټورې وي. په پاکستان کې د طالبانو کنټرولوونکي کړۍ د شمالي افغانستان سیاستوالو ته په ځای ورکولو کې کومه ستونزه نه ویني، په دې شرط چې طالبانو را لاندې حیثیت قبول کړي. تر دې منځ د هغو مخورو پښتنو مشرانو سمبالولو ته، چې ملتپاله تمایلات لري، د یوه خنډ او ستونزې په سترګه کتل کېږي.
د دې لپاره چې د ملتپالو افغان مشرانو مخه ونیول شي، د پاکستان تګلاره به دا وي چې طالبان د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو د پښتنو د داعیې د حل/ ځپلو لپاره د "پښتنو د استاځو" په نامه مطرح کړي.
په افغانستان کې د طالبانو له زور زیاتېدلو سره جوخت، د پخوانۍ فاټا په اړوندو قبایلي سیمو کې د طالبانو بیا را ټولېدل کټ مټ د همدې تګلارې ښکارندويي کوي. پاکستان د افغانستان د مشرانو یو تور لست هم لري چې د واک ته رسېدلو مخه به یې نیول کېږي. په دې لست کې هر هغه افغان شامل دی چې د افغانستان د ملي ګټو فعاله ننګه کوي. اسلام آباد پر دې مشرانو په ډېره ساده ګۍ د هندوستان د پلویانو تور لګوي چې له راتونکيو حکومتونو څخه یې د باندې و ایستلای شي. د پاکستان استخبارات د سیاسي مهندسۍ او اقتدار د لوبو په سنبالولو کې له پخوا څخه ځانګړی مهارت لري او له دې مهارت څخه به یقیناً د افغانستان په واک-لوبه کې هم کار واخلي.
په پاکستان کې د افغانستان د تګلارې ماهرانو د افغانستان د پای لوبې د ګټلو لپاره خپل ټول امکانات را یوځای کړي دي. له ټرانزیټي سوداګرۍ نیولې، تر ویزو، د سرحدونو تر سمبالولو، د داعش تر جګړې، له ټولو حقیقي او تصور کېدونکيو مسألو څخه د فشار او معاملې د وسیلې په توګه کار اخلي. پاکستان هڅه کوي د افغان لوریو ترمنځ د دایمي اوربند د بن بست ماتولو او له جمهوري دولت سره یو ځای کېدلو ته د طالبانو د زړه نازړه توب په پای ته رسولو او د امارت له بیا را ژوندي کولو څخه د دې ډلې په را ستنولو او منصرف کولو سره ځان ته موقف پیدا کړي.
د پاکستان ستراتیجي جوړوونکي ښایي نهایي هوکړې ته له نیږدې کېدلو سره سم، د دې لپاره چې د طالبانو عادي افراد د اسلامي جمهوریت منلو او اوربند ته حاضر کړي، له دیني فتوا کار واخلي. دا به پاکستاني جنرالانو ته په افغانستان کې د طالبانو له لارې د دایمي نقش او دوامداره نفوذ د ساتلو زمینه برابره کړي او همدغه به د ستراتیژیک عمق د تګلارې، چې له ۱۹۸۰ راهیسې چلېږي، نوې نرمه بڼه وي.
اسلام آباد دا مهال له اقتصادي شړېدا او داخلي سیاسي انتشار سره مخ دی، خو د پاکستان پوځ اوسنۍ وضعې ته د یوه نایابه فرصت په سترګه ګوري چې د سیمې په کچه د خپل زور ننداره وړاندې کړي، او د منځنۍ آسیا په راتلونکي برخلیک کې سهم ترلاسه کړي. دا به نه یواځې دا چې جنرالانو ته په کور دننه په سیاسي معادله کې ځای ورکړي، له لویو قدرتونو سره په اړیکو کې به هم دوی با اهمیته ثابت کړي.
په ساده نظر، پورته ذکر شوې لوبه ښایي ظاهراً جالبه ښکاره شي، خو خو که افغانان په دې لوبه کې له پامه وغورځول شي، دا به یو لوی حماقت وي. هېره دې نه وي چې افغانان پر بهرنیانو د شک په صورت کې د غیر مترقبه حالاتو د رامنځته کولو یوه ډېره خارق العاده وړتیا هم لري. آیا په ۱۹۸۹ کې مو د روسانو تر وتلو وروسته د جلال آباد حمله په یاد ده؟ هغه حمله چې د سړې جګړې ګټونکي یې په شرمونو و شرمول. د بهرنیانو لخوا د افغانانو د سیاسي چارو په جزئیاتو کې مداخله یو ځلې په ۱۹۹۰مو کې هم ناکامه شوې وه، او د سیمې او نړۍ لپاره یې لویې ستونزې رامنځته کړي وې. په نوي افغانستان کې، په ځانګړي توګه د سرشاره ځوان کهول او مخ پر ودې ښاري ژوند په تناظر کې، د تحمیلي حللارو د عملي کولو هڅه بې ځایه ده.
ټول لوبغاړي، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونه او پاکستان باید پر خپلې سټراتیجۍ بیا کتنه وکړي. تفاهم او سوله یواځې د یوه عادلانه جوړجاړي له لارې، چې ټول لوري پکې شامل وي، ترلاسه کېدای شي. حکومتونه به بدلېږي را بدلېږي – حکومتونه بدلېدل مسأله نه ده. خو "د لوبې قواعد" باید سم وضع شي. د لویې د قواعدو درلودلو لپاره باید د افغانستان دولتي سیسټم، د افغان اساسي قانون پر اساس غښتلی او د ټولو هڅو محور شي.
افراسیاب خټک د پاکستان د سنا پخوانی غړی او د سیمه ییزو چارو څېړونکی دی.